Skip to main content
THE ALWAT ONLINE
  • Home
  • About
  • NEWS
    • ENGLISH
    • PASHTO
    • URDU
  • Contact

کنېډا حکومت دي د 40 زره افغان کډوالو قبلولو په اړه خپله ژمنه پوره کړي: اسلام آباد کې د افغان خبريالانو احتجاج

July 18, 2022 at 4:42 pm, No comments

سید وقار شاہ


اسلام آباد؛ افغان خبريالانو پرون نېشنل پريس کلب اسلام آباد کې احتجاجي مظاهرې دوﺭان په کنيډين حکومت غږ وکړ چې پاکستان کې میشته افغان خبریالانو سره خپلي کړي وعدې پوﺭه کړي او دوئ له پاکستانه کنيډا ته منتقل کړي. په سلګونو خبریالان او د بشری حقونو فعالان وروسته له هغې پاکستان او نورو نژدی هیوادونو ته کډه شول چی طالبانو د تېر کال اګست مياشت کې د افغانستان واک تر لاسه کړ. په دغه کډوالو کې سلګونه خبريالان هم شامل دي چې ځنې پاکستان ته ﺭاغلې او د دوئ په وېنا چې قريبا لہ يولسو مياشتو ﺭاهېسې دلته بند پاتي دي.   په دوی کې هغه خبریالان هم شامل دي چې کلونه تجربه لري. دوی دعوي کوي چې په افغانستان کې د دوی ژوند په خطر کې دې او کنېډا باید د دوی د کېسونو د حل لپاره یوه خوندي لاره ولټوي.


افغان خبريالان وايي، مونږ چې د مرګ له وېرې پاکستان ته کډه شوی يو، له مياشتو راهيسې د سخت ذهني فشاﺭ سره مخ یو. دغو خبریالانو په یو قراﺭداد کې ویلي، چې د کنېډا وزیراعظم جسټن ټروډو دي د 40 زره افغان کډوالو قبلولو په اړه خپله ژمنه پوره کړي.  د لسو يولسو میاشتو راهیسې اسلام اباد کې ډېرۍ داسې افغان کورنۍ شته چې د پاکستان ویزې یا افغان پاسپورټونه نه لري څوک وﺭته په کرايه کوﺭونه او استوګنې نه وﺭکوي. دوئ په تمه دي چې کنېډا به وﺭته د پناه وﺭکولو خپل لوظونه پوﺭه کړي او دوئ به له پاکستانه الوت وکړي.   


په تېره تېره افغان خبريالانو د نېشنل پرېس کلب اسلام آباد نه غوښتنه وکړه چې دوئ ته خصوصي کاﺭډونه جاﺭي کړي ترڅو پاکستان کې د استوګنې او ﺭوﺯګاﺭ مسئلو پشمول د سيکيوﺭټي ستونزو نه خلاصي ومومي.   


No comments

Leave a reply







Recent Posts

  • کنېډا حکومت دي د 40 زره افغان کډوالو قبلولو په اړه خپله ژمنه پوره کړي: اسلام آباد کې د افغان خبريالانو احتجاج
    18 Jul, 2022
  • د سليم راز سريزي او زاهد
    21 Mar, 2019
Created with Mozello - the world's easiest to use website builder.

Create your website or online store with Mozello

Quickly, easily, without programming.

Report abuse Learn more