Skip to main content
THE ALWAT ONLINE
  • Home
  • About
  • NEWS
    • ENGLISH
    • PASHTO
    • URDU
  • Contact

کنېډا حکومت دي د 40 زره افغان کډوالو قبلولو په اړه خپله ژمنه پوره کړي: اسلام آباد کې د افغان خبريالانو احتجاج

18 Jul, 2022, No comments

سید وقار شاہ


اسلام آباد؛ افغان خبريالانو پرون نېشنل پريس کلب اسلام آباد کې احتجاجي مظاهرې دوﺭان په کنيډين حکومت غږ وکړ چې پاکستان کې میشته افغان خبریالانو سره خپلي کړي وعدې پوﺭه کړي او دوئ له پاکستانه کنيډا ته منتقل کړي. په سلګونو خبریالان او د بشری حقونو فعالان وروسته له هغې پاکستان او نورو نژدی هیوادونو ته کډه شول چی طالبانو د تېر کال اګست مياشت کې د افغانستان واک تر لاسه کړ. په دغه کډوالو کې سلګونه خبريالان هم شامل دي چې ځنې پاکستان ته ﺭاغلې او د دوئ په وېنا چې قريبا لہ يولسو مياشتو ﺭاهېسې دلته بند پاتي دي.   په دوی کې هغه خبریالان هم شامل دي چې کلونه تجربه لري. دوی دعوي کوي چې په افغانستان کې د دوی ژوند په خطر کې دې او کنېډا باید د دوی د کېسونو د حل لپاره یوه خوندي لاره ولټوي.


افغان خبريالان وايي، مونږ چې د مرګ له وېرې پاکستان ته کډه شوی يو، له مياشتو راهيسې د سخت ذهني فشاﺭ سره مخ یو. دغو خبریالانو په یو قراﺭداد کې ویلي، چې د کنېډا وزیراعظم جسټن ټروډو دي د 40 زره افغان کډوالو قبلولو په اړه خپله ژمنه پوره کړي.  د لسو يولسو میاشتو راهیسې اسلام اباد کې ډېرۍ داسې افغان کورنۍ شته چې د پاکستان ویزې یا افغان پاسپورټونه نه لري څوک وﺭته په کرايه کوﺭونه او استوګنې نه وﺭکوي. دوئ په تمه دي چې کنېډا به وﺭته د پناه وﺭکولو خپل لوظونه پوﺭه کړي او دوئ به له پاکستانه الوت وکړي.   


په تېره تېره افغان خبريالانو د نېشنل پرېس کلب اسلام آباد نه غوښتنه وکړه چې دوئ ته خصوصي کاﺭډونه جاﺭي کړي ترڅو پاکستان کې د استوګنې او ﺭوﺯګاﺭ مسئلو پشمول د سيکيوﺭټي ستونزو نه خلاصي ومومي.   

د سليم راز سريزي او زاهد

21 Mar, 2019, No comments
   ليک: وقارعلي شاه درياب

زاهده يقين وکړه له هر چا راباندې ګران ئې
زاهده په والله چې څه بلا راباندې ګران ئې
زاهده که دروغ وايم نو ژبه مي ګونګۍ شه
زاهده خورم قسم چې په رښتيا راباندې ګران ئې
و-ع-ش درياب
کله نه چې زما د عبدالحميد زاهد سره ناسته پاسته پېل شوي نو د دوي د خبرو انداز، خوئ بوئ او په خاصه توګه د شعرونو خواګه ئې زما زړه ته پرېوتي دي.
ګران عبدالحميد زاهد چې زه کله ووينم نو ماته ارواښاد ډاکټر صاحب شاه صابر نېغ ودريږي ځکه چې د زاهد په فن کښې ماته د صابر سپېځلي رنګونه ښکاري. صابر وائي چې
څه د جلوس، څه د جلسې، څه د غزا شهيدان
مونږ بې هنرو پښتنو سره بلا شهيدان
په مېدان ما جنګوي ماله شاباسې راکوي
خو د مېدان په وېش کښې نه مني زما شهيدان
زاهد هم د قام په غم غمژن د بېدارۍ غږ څه په دا ډول پورته کوي او وائي چې
نه دې د شونډو د ستايلو او رخسار موسم
ملګرو پاسۍ بغاوت ته دې تيار موسم
ځۍ چې دا يو فېصله يوسو محتسب له د ښار
مونږ شو بې لارې کنه مونږه کړو په لار موسم
د سليم راز سريزو له کتابي شکل ورکولو باندې زه د عبدالحميد زاهد دا زيار د زړه له کومې ستايم او احترام ورته لرم.
ما وې خواخوګي د وطن مي له نظر شو فنا
اکرام وې نه زاهده راز د هشتنغر پاتي دے
د سليم راز د سريزو مجموعه ښاغلي زاهد د ارواښاد اجمل خټک، سيف الرحمان سليم او رحمت الله درد په نامه کړي، يعني د کتاب د ړومبي مخ نه معلوميږې چې دا کتاب صرف په ظاهره درون نه بلکه د علم خزانې دي پکښې.
دې کتاب کښې د سليم راز دريشت سريزي چاپ دي او هره سريزه تر يو بله معياري ده.
اباسين صيب ډېر ښه فرمائيلي دي چې
که زما د شخصيت حدونه ګورې
زما فن زما د فکر ترجمان دې
هم د غه رنګ د سليم راز د قلم نه وتلې هر يو لفظ د هغه پوره پوره ترجماني کوي، څنګه چې د راز شخصيت ډېر پراخه دې دغه شان د هغه فن هم هېڅ حدونه نه لري.
عبدالحميد زاهد هم کمالونه کوي، کله چې ما ترينه د سليم راز سريزو مجموعه تر لاسه کړه نو راته وائې چې وقار خانه دا به لولې او ما هم بسم الله وکړه. زما چونکه د پښتو مطالعه ډيره کمه ده نو د دغې له کبله زه د سليم راز د فن سره هم ډېر اشنا نه ووم.
سليم راز که په کتابونو سريزي او يا په ورځپاڼو کښې ليکل کړي دي خو ممکنه نه وه چې ټول مو تر ګوتو شوې وې، خو د عبدالحميد زاهد دا ګام د پښتو ادب او نوي کهول لپاره ډېر ګټه ور دې ځکه چې دومره خواره واره ليکونه يو کتاب ته راغونډول هم ډېري ستړي غواړي.
لکه د بر کلي ګودر ته يو پېغلي زري زرې ورسي، په لپو منګې راډک کړي، تر خپله کوره څانګي وانګي راشي او خپل ټول ټبر سيرابه کړي.
خپل يو شعر مي راياديږي چې 
زما د خاورې دغه ستر اتلان
د مکتبونو مدرسو مجموعه
د ادب سره ټړلي خلک خو د سليم راز د فن او شخصيت سره تر ډېره حده اشنا دي ځکه چې د هغه ليکنې به لوستي وي او په ډېرو دستورو کښې به ئې ورسره ناستې پاستې هم شوي وي خو چې کوم خلک د ادبياتو سره علاقه نه لري نو زما پوره پوره يقين دې چې ګڼ شمېر عام ولس به هم د عبالحميد زاهد د دې ادبي ډالۍ نه استفاده وکړي او د راز نه نه خبر شي.
زه هاغه قامونه بختور ګڼم چې الله پاک پکښې د سليم راز په سېر د ادب خزانې زېږولي دي، پښتانه هم ډېر خوشبخته دي چې په هره پېړۍ کښې پرې خدائې د راز په رنګ لمرمخي سخنور، مبارز او اديبان پيرزو کړې دي.
خپل يو بل شعر چې
لا خو سڼه سترګه د پښتو باقي
لا خو بلا پروت دې راته کار په سر
زه فکر کووم چې تر څو د پښتو ادب په مېدان کښې د ښاغلي زاهد پشان نازولي موجود وي نو خدائ به هم تل مونږ د سليم راز په رنګ مشرانو باندې نازوي.
کله چې ما د سليم راز سريزي لوستلې نو فکر مې زنځيرونه شلول او پر مخ د تلو هغه اوده جذبو مې غورځنګونه وهل. ما اخذ کړل چې راز د قلم د لارې په شعوري توګه د انسان بېدارولو هڅې کوي او د رڼا په لور ئې بوتلل غواړي.
امجد شهزاد څه ښه وئيلي دي چې
راځۍ چې ټول اولس يو داسې جنګ ته ملا وتړو
چې بې بارودو، بې ټوپکه، بې لښکره کيږي
سليم راز صيب په دې شعر رڼا اچوي او وائې، چې بې بارودو، بې ټوپکه او بې لښکره جنګ صرف د علم په وسله کيږي. هغه زياتوي چې د سائنس او ټيکنالوجۍ د ترقۍ په دې روښانه دور کښې د ننګ، پت، غېرت او بهادرۍ هغه زړې، روايتي او پسمانده طور طريقې نه چليږي، نن هغه ملک باتور، ننګيالې، تورزن او تکړه دې چې د علم او ټيکنالوجۍ حکمت، کرامت او طاقت لري.
زه ئې تائد کووم، ځکه چې که سيالي غواړو نو مونږ له هم پکار ده چې د نړۍ سره سنګ په سنګ، ګام په ګام او اوږه په اوږه پرمخ لاړ شو.
"د حسن راز" په عنوان د ښاغلي م-ر شفق دغه ليک چې په کله ولوستو نو ماته اندازه وشوه چې څه رنګ اجمل خټک يو آفاقي سوچ لرلو، دغه رنګ سليم راز هم دې يعني مذهب، ژبې، رنګ نسل، ذات پات او فرقه واريت د دوئ د فن مخ نيوې نه دې کړې او په پراخه زړه ئې د انسانيت، شعور، رڼا او بېدارۍ غږ پورته کړې.
د سليم راز سريزو د لوستلو په محال ما احساسول چې ګنې ما ځان ته راکاږي او زه به نور هم ورکښې بوخت شوم، ځکه چې راز مدام په خلاص پټ ليک کړې دې. هغه که د چا په کتاب سريزه ليکلي نو داس په ښه ډول ئې وړاندې کړې چې د ليکوال جذبې ئې نوري هم پارولي او د هغه تخليق ورسره څو چونده زياته وده موندلي ده.
اقبال شاکر وائي چې 
زمونږه نه مکتب شته نه استاد شته خو سړې شي
زمونږ سره هسې ناسته پاسته سړې وکړي
هاغه خلک هم ډېر بختور دې چې د سليم راز نندارې کوي، د هغه په پلونو پل ږدي او رنګ ترينه اخلي.
بل ځائې راز صيب ليکي چې تخليق د تخليق کار د شخصيت عکس و اظهار وي چې څوک به هم ورسره اختلاف نه لري. ليکوال چې څه هم ليکي نو په هغې کښې د هغه جذبات، احساسات او د زړه درد شامل وي.
زه ګڼم چې کوم ليکوال د قام وطن علم او رڼا خبري کوي هغه تل تر تله ژوندې پاتي وي، کوم ليکوال چې د ذولفو او رخساره بهر نه اوځي نو څنګ چې د ذولفو او رخسار وار تير شي نو د ده وار هم تېر شي او هېر شي.
د ادب لار ډېره سپيځلي ده، دا حقيقت دې چې ادب په هر دور کښې پرمختګ کړې ځکه چې ادب د سماج په جوړولو کښې مهم کردار لوبوي او ژوند ژواک ادب ته اړتيا لري.
سليم راز صيب چې کله په پښتنو زلمو کښې د پښتو سره مينه او شوق اوويني نو ډېر زيات خوشاليږي او د حمزه بابا په شعر څه دا ډول اظهار کوي چې
واپس جوړ اوده بخت د پښتنو راغلې دے
دا شوق چې په زلمو کښې د پښتو راغلې دے
زار څرګندوي چې دا حقيقت دې چې په زلمو کښې د پښتو شوق د پخوا په څو چنده زيات شوې او زياتيږي چي د هغې خپل موضوعي او معروضي وجوهات دي.
د شاعر په اړه سليم راز وئيلي چې شاعر کله د ژوند مختلفو مرحلو او تجربو نه تېر شي، د ژوند او فن مشاهده او مطالعه وکړي، د تنقيدي او بالغ نظر خاوند شي، تخليقي عمل، فني تجربې او شعري کاوشونه وکړي، په فکري او عملي محاذونو مجاهدې او مجادلې وکړي نو د هغه په ليک او تخليق کښې وسعت او ژوروالې پېدا شي او د ژوند په حقله ورته يوه نوي زاويه نظر ورکړي، چې د مخکښې نه بيخي مختلف، تعميري، مثبت او صحتمند وي او د يو منفرد شعري روئے او لهجې حامل شي.
يقينا دا هاغه خبرې دي چې په خاصه توګه د نوي کهول ليکوالونو لپاره د لارې مشال دې او بائد چې د راښانه سباؤن لپاره مونږ ټول په دې خبرو عمل وکړو او عملي ګامونه پورته کړو.
مننه
20-11-2017

Recent Posts

  • کنېډا حکومت دي د 40 زره افغان کډوالو قبلولو په اړه خپله ژمنه پوره کړي: اسلام آباد کې د افغان خبريالانو احتجاج
    18 Jul, 2022
  • د سليم راز سريزي او زاهد
    21 Mar, 2019
Created with Mozello - the world's easiest to use website builder.

Create your website or online store with Mozello

Quickly, easily, without programming.

Report abuse Learn more